parlimant


   دری                 پښتو                 English

په ختيځ زون کې دلګف پروژې د حقوقي کلینک لپاره ترېنرال غوره شول:

پیغام
د افغانستان دمدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه تل هڅه کوي، چې د قانون او حقوقي پوهاوي په اړه ګرانو هيوادوالو ته زمينې برابرې کړي. په همدې لړى کې د لګف پروژه يوه د هغو ځانګړو پروژو څخه ده، چې دبيوزله مظنونينو لپاره د وړيا حقوقي خدماتو په ساحه پراخه خدمات ترسره کوي. په ختيځ زون کې د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنې مسئول سید شفیق الله مشفق او د ملګروملتونو د دفتر نماینده سيد نبي الله (وحيد) او محمد خالد د لګف د پروګرام سوپروایز په همکارۍ د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو محصلينو لپاره دعملي زده کړو په موخه دحقوقي کلينک د پرمخ وړلو دپاره پنځه تنه ترينران د آزادى سيالى له لارې غوره کړل. د ترينرانو انتخاب د آزادى سيالۍ پروسه دختيځ زون دفتر مسئول سيد شفيق الله مشفق د نظارت د کمېټې مسئول محمد نسیم شیرزاد د فساد پروړاندې د مبارزې کمېټې مسئول سمیع الله خوګیاڼي او د تعليماتو د کمېټې مسئول عبیدالرحمن زاهد ترنظارت لاندې په ډېر شفاف او روڼ شکل ترسره شوه. اميد دى، په راتلونکې دغه لړى دوام پيدا کړي او دمدافع وکيلانو د خپلواکه رسالت اواصالت په اساس د حقوقو دزده کړياليو دظرفيت دلوړتيا په موخه کافي او مناسب خدمات وړاندې کړي. پاتې دې نه وي، چې د پنځه تنو ترېنرانو په جمله کې يوه خور محترمه نوريه د وکالت (۲۵۴۲) جواز لرونکي او څلورتنه نارينه هر يو محترم ثنا گل تره خيل د ( ١٦٦) نمبر وکالت جواز لرونکى، محترم شريف الله امين د ( ۱۷۱۸) جواز لرونکى ، محترم احسان الله د (۱۱۹۱) جواز لرونکى ، محترم مولوي محمد ابراهيم کوټوال د ( ۲۰۲۱ ) جواز لرونکى د حقوقي کلينک د استادانو په توګه بريالي شوي دي.

نشرات انجمن

مجله وکالت


جریده وکالت


مقالات

> معاونت در جرم

> اصل مالکیت در اسلام

> پالیسی های جزائی عوام گرا


ګزارش تصویری

parlimant